فراه کې د ترهګرو طالبانو یو مشهور قومندان ونیول شو.

hakimi-moi
Wed, Apr 17 2019 4:39 PM
22

امنیتي ځواکونو د فراه ولایت په مرکز اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو یو مشهور قومندان ونیوه.
ملا عزیز الله چې په ذکریا مشهور دی، تېره اوونۍ د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ټپي شو، چې وروسته بیا فراه ته په تېښته بریالی شو.
ملا عزیز الله په هلمند، بادغیس، هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې په لویو ترهګریزو پېښو کې لاس درلود.