په درېیو ولایتونو کې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
Wed, Jul 29 2026 1:53 PM
asdfafs

د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ د برېښنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو، د تخنیکي او مسلکي هڅو په پایله کې هغه کس نیولی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د ښځو په نوم ګڼ جعلي حسابونه جوړ کړي وو.

یاد کس د ښځینه هویت په کارولو له خلکو سره اړیکې نیولې، وروسته یې د باج اخیستنې له لارې ترې د پیسو غوښتنه کوله او په همدې ډول یې له ګڼو کسانو څخه زرګونه افغانۍ ترلاسه کړې وې.

همداراز، د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ منسوبینو په جلا عملیاتو کې درې تنه د یوې پاسو ډوله موټر د غلا او دوه نور کسان د وخت تېرو غوړیو د پلور په تړاو نیولي دي.