ننګرهار کې ۴۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول

farhadi-moi
Tue, Apr 09 2019 3:04 PM
e


د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ۴۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
یاد نشه يي توکي د ننګرهار د رودات او بټي کوټ ولسوالیو په اړوند سیمو کې کشف او ضبط شوي، چې په تور یې دوه تنه نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو غوښتل نشه يي توکي جلال آباد ښار ته دننه کړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې ونیول شول.
د یادولو ده چې نشه يي توکي په یو وېکسار موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو.