دکورنیو چارو وزارت په نظرکی لری چی ددی وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پولیسو ځواکونو د دوه قلمه مفروشاتی عینیات(7 تکه یی کوچونو او نه تکه یی کوچونو)تهيه او چمتو کولو پروژه
Publish Date
Closing Date
پدی توګه د ملی تدارکاتو ریاست د تدارکاتو د پالیسی آمریت د (20580) شمیره متحدالمال د دویمی مادی د (6) بند پربنسټ ټولو داوطلبانو ته خبرورکول کیږی چی دکورنیو چارو وزارت په نظرکی لری چی ددی وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پولیسو ځواکونو د دوه قلمه مفروشاتی عینیات(7 تکه یی کوچونو او نه تکه یی کوچونو)تهيه او چمتو کولو پروژه د عقد استصناع پربنسټ د احمد سهراب نیازی تجارتی شرکت سره چی د (64078) جوازنمبرلرونکی ده اوپه دوهم پروان څلورمی ناحیی ، مرکزکابل ، کابل کی دایمی موقعیت لری په (25,578,000) افغانی ټولیزی قیمت اعطا کړی .
حقیقی اوحکمی کسان چی په دی برخه کی هرډول نیوکی (اعتراض) ولری ، کولای شی چی خپله نیوکه له دلایلو سره یوځای ددی خبرتیا دخپریدوله نیټی څخه تر5 کاری ورځو پوری په لیکل شوی بڼه دعقودو قانون او د ملی تدارکاتو ریاست د(20580) شمیره متحدالمال د دویمی ماده د 6 فقری سره سم دکورنیوچارووزارت دتدارکاتو ریاست ته چی دکابل نړیوال هوایی ډګر په ۸۰ متره سړک کی د آریا ښارګوتی ته مخامخ موقعیت لری وړاندی کړی .
دا خبرتیا دټړون دعقد په معنی نه ده اود پورته یاد شوی مودی او ورپسی قانونی پړاونو تربشپړیدو پوری به تړون عقد نشی .
