پولیسو د دوو غبرګو چاودنو مخه نیولې

farhadi-moi
Sat, Mar 30 2019 1:31 PM
z


په هرات او فاریاب ولایتونو کې ترهګرو طالبانو غوښتل چې د امنیتي ځواکونو موټر د خپل ماین نښه کړي؛ چې موخې ته له رسېدو مخکې ونیول شول.
ترهګرو د هرات په زنده جان او د فاریاب د دویمې حوزې په اړوند سیمو کې د امنیتي ځواکونو او د ملکي خلکو د نښه کولو په موخه د سرک غاړې او خپل لاسي جوړ شوي ماینونه غوښتل پټاو کړي؛ چې تر چاودلو مخکې د ملي پولیسو له خوا ونیول شول.
د دې ترڅنګ؛ خوست کې د غیر قانوني وسلو د لېږد او ګرځونې په وړاندې چټک عملیات پیل شوي.
د خوست ولایت د ملي پولیسو د پلټنو په ترڅ کې دوه تنه چې غوښتل یې یو شمېر غیر قانوني وسلې خوست ښار ته دننه کړي؛ نیول شوي دي.