په ننګرهار کې ۱۸ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي

moi-af
Wed, Feb 18 2026 10:35 AM
Dsadsad

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ پولیسو د تېرو اوو ورځو په ترڅ کې ۱۸ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو په بېلابېلو سیمو کې نیولي دي.

امنیتي مسؤولین وایي، له نیول شویو کسانو څخه شپږ کیلوګرامه شیشه، تر ۷۰۰ دانې زیات نشه‌يي ټابلیټونه، یو اندازه چرس او یوه میل وسله هم ترلاسه شوې ده. یاد کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.