فاریاب کې پنځه کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او شنډ شول.

hakimi-moi
Sat, Mar 16 2019 3:34 PM
01

د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ، لومړۍ حوزې او د ګذر همت آباد اړونده سیمو کې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې پنځه کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او شنډ شول.
د یادې پېښې په تړاو دوه تنه له یو شمېر مهماتو او موټر سره نیول شوي دي. نیول شویو کسانو غوښتل یاد ماینونه په فاریاب ولایت کې د ترهګریزو پېښو په موخه وکاروي.