کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین الحاج سترپاسوال ملا محمد ابراهیم صدر د ایکو غونډې په څنډه کې د ترکیې هيواد د کورنیو چارو وزارت معین او ورسره مل پلاوي سره د ایران په پلازمېنه تهران کې وکتل

moi-af
Tue, Oct 28 2025 2:44 PM
asdfa

په دغه ناسته کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې اترې وکړې. په ناسته کې، د ترکیې هیواد د کورنیو چارو وزارت معین په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په راتګ مثبت تغییرات وستایل او وویل چې، د انساني او نشه یي توکو په قاچاق کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی. دا لیدنه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اسلامي ارزښتونه په پام کې نیولو سره د دوستۍ، همکاریو او متقابلو ګټو د لا پیاوړتیا په لور یو بل مهم ګام ګڼل کیږي. د ویلو وړ ده چې په ایران هیواد کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر او ورسره پلاوي د ستر امنیتي معین ملتیا کوله.