د افغانستان اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین الحاج سترپاسوال ملا محمد ابراهيم صدر، د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د نړیوال اقتصادي همکاریو سازمان څلورمې غونډې ته چې د غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو په ګډون جوړېږي د ايران پلازمېنې تهران ته

moi-af
Mon, Oct 27 2025 12:08 PM

په دغه سفر کې د ستر امنیتي معینيت د دفتر لوی رئيس الحاج پاسوال قاري احسان الله سهیل، د جغرافیایي سیسټم رئیس انجنير محمود او د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو سازمانونو رئیس مولوي عمار مهاجر د ستر امنیتي معین ملتیا کوي.
د دې سفر موخه، په ناسته کې ګډون، د سيمه ييزو همکاریو پیاوړتیا او د غړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو وده بلل شوې.