وردګو کې دوه وسله وال غله د باج اخیستنې په تور نیول شوي

farhadi-moi
Tue, Mar 05 2019 1:08 PM
moi


د وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ په دشت ټوپ سیمه کې د پولیسو له خوا، دوه تنه د وسله والې غلا په تور نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو د سړک پر سر ټېلر موټر درولی و او له هغوی یې د پیسو غوښتنه کړې وه، چې د ملي پولیسو له خوا له یو میل کلاشینکوف سره باالفعل نیول شوي دي.
یادو کسانو د سړک سرموټرو څخه د باج اخیستنې په قضیو کې لاس درلود.
تر دې وړاندې هم درې تنه په دې لاره کې د وسله والې غلا په تور نیول شوي وو.