کورنیو چارو وزارت د روغتیایي چارو لوی ریاست څخه یو شمیر مېډیکانو د یوې معیاري دورې له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

پرتمینه غونډه د کورنیو چارو وزارت مقام د دفتر رییس الحاج لوی پاسوال مولوي زین الله عابر، د کورني امنیت لوی رییس الحاج مولوي سلطان محمد مفکر او د روغتیایي چارو لوی رییس الحاج پاسوال مولوي صدیق الله بدر په ګډون د یاد ریاست په تالار کې جوړه شوې وه.
ویناوالو له فارغو شوو مېډیکانو څخه وغوښتل چې په ډېره مینه او اخلاص په خپله برخه کې د ولس خدمت وکړي.
ستاینلیکونه د غونډې په پای کې په فارغانو ووېشل شوې.