د کورنیو چارو وزارت د پلټنې لوی ریاست د وړتیا لوړونې سیمینار پای ته ورسېد

moi-af
Sat, Sep 27 2025 10:46 AM
dfgsdg

د سیمینار د پای غونډې ته د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال الحاج ستر پاسوال مولوي رحمت الله نجیب حاجي، د تامیناتي چارو مرستیال الحاج مولوي عبدالله مختار، د مقام د دفتر لوی رییس الحاج لوی پاسوال مولوي زین الله عابر، د پلټنې لوی رییس الحاج پاسوال مفتي محمد سالم عبرت او د یاد وزارت نور مشران راغلي وو.
په یاد سیمینار کې، د هېواد د ۳۴ ولایتونو د پلټنې آمرینو او مدیرانو ګډون درلود چې دوی ته په بیلابیلو برخو کې لازمې سپارښتنې وشوې.
په غونډه کې، مشرانو مسوولینو په خپلو ویناوو کې، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پلټنې له امرانو او مدیرانو څخه وغوښتل چې خپلې دندې په اخلاص سره تر سره کړي او د ولس ستونزو ته په جدي توګه رسېدنه وکړي.
دوی دغه راز د سیمینار له ګډونوالو مننه وکړه چې سختو چارو ته پر وخت رسیده ګي کوي او ټولې دوسیې په غور او دقت سره څېړي.
غونډه د تصدیق پاڼو اوعامه اړیکو لوی ریاست لخوا د ځانګړو شوو ډالیو په ویشلو سره پای ته ورسېده.