د میدان وردګ ولایت نوی والي رسماً معرفي شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس، الحاج ملاخیرالله خیرخواه د میدان وردګ ولایت د نوي والي په توګه د یاد ولایت ولسونو او د ولایتي ادارو مسؤلینو ته رسماًمعرفي او خپله دنده یې پیل کړه. په همدې تړاو مراسمو کې د کورنیو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو مرستیالانو، رییسانو، د ولایتي ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو او ګڼ شمیر ولسي خلکو ګډون درلود. د غونډې پر مهال پخواني والي الحاج قاري بختیار معاذ نوي والي ته ښه راغلاست ووایه او د میدان وردګ له ولایتي ادارو یې وغوښتل چې د ولسونو د خدمت او ابادۍ په موخه له نوي والي سره پوره همکاري وکړي. په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال الحاج مولوي محمد نبي عمري د پخواني والي ښاغلي معاذ د خدمتونو ستاینه وکړه او د نوي والي ښاغلي خیرخواه د جهادي مبارزې، قربانیو او خدمتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، همداراز ښاغلي عمري نوي والي ته د دین او ولسونو لپاره د غوره خدمت کولو د توفیق غوښتنه وکړه. دا راز، د علماؤ شورا رییس او یو شمیر قومي مشرانو د پخواني والي کړنې وستایلې او نوي والي ته یې د همکارۍ او ملاتړ ژمنې ورکړې