کابل کې د نشه يي توکو ۱۷ پرچون پلورونکي ونیول شول.

moi-af
Sat, Mar 02 2019 10:13 AM
moi


د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د تېرې یوې اونۍ د عملیاتو په ترڅ کې؛ ۱۷ تنه د نشه يي توکو پرچون پلورونکي، د دې ښار له بېلابېلو سیمو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه نهه کیلو ګرامه نشه يي توکي، الکولي څښاک او اته سیټه موبایلونه د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دې ترڅنګ؛ د پکتیا ولایت ملي پولیسو هم درې تنه چې غوښتل یې لس کیلو ګرامه نشه يي توکي له اریوب ځاځیو ولسوالۍ څخه خوست ولایت ته ولېږدوي؛ نیولي دي.
نیول شویو کسانو نشه يي توکي په یو موټر کې ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې ونیول شول. یادو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.