درېیو ولایتونو کې پولیسو ۱۵ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

moi-af
Sat, Aug 23 2025 10:00 AM
adfas

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د وروستیو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په هرات، پروان او خوست ولایتونو کې ۱۵ تنه د بېلابېلو غلاوو په تړاو نیولي دي.
د نیول شویو کسانو لمنځه، اته تنه د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې، څلور تنه په پروان او درې تنه په خوست ولایت کې نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.