په کابل کې د ناچاودو مهماتو د خنثی کولو شپږمې دورې ۴۴ تنه منسوبین فارغ شول

د ۱۴۰۴ کال د کابل د مرکزې روزنیزې قوماندانۍ د انجنیري تعلیماتو مدیریت له لوري د ناچاوده مهماتو د خنثی کولو (EOD) د شپږم کورس د فراغت مراسم د همدې قوماندانۍ په تالار کې د رهبري پلاوي، د انجنیري ریاست د استازو، د څانګو د آمرینو او استادانو په ګډون ترسره شول. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو، وروسته د مرکزې روزنیزې قوماندانۍ اداري مرستیال الحاج سمونوال غلام ثنایي "سهیل" غونډې ته وینا وکړه چې په د مسلکي زده کړو په پیاوړتیا، د استادانو د مسؤلیتمنلو، د اسلامي روحیې او وطندوستۍ د ارزښتونو په اړه هر اړخیزې څرګندونې وشوې. په پای کې فارغانو ته تصدیقنامې ووېشل شوې او د قوماندانۍ د ابتدائیه تعلیماتو مدیر محترم مولوي عبدالله اعزام د دعا په ویلو سره محفل پای ته ورساوه.