زابل ته نوی امنیه قوماندان معرفي او په دنده یې پیل وکړ

د زابل ولایت لپاره نوی امنیه قوماندان مولوي عبدالحلیم حلیمي، د کورنیو چارو وزارت له لوري د یو رسمي پلاوي په مشرۍ نن د یاد ولایت مسؤلینو ته معرفي او رسماً یې خپل کار پیل کړ. نوموړی د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم له مخې د زابل د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی، چې د معرفۍ په مراسمو کې د زابل والي الحاج ملا شیر محمد شریف، د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د حقوقو رئیس مولوي محمد سلیم حقاني، د جنایي څېړنو لوی ریاست معاون مولوي عبدالعزیز او د ولایتي ادارې ګڼ شمېر غړو ګډون کړی و.
د غونډې ویناوالو د نوي امنیه قوماندان جهادي خدمتونه وستایل او هیله یې وښوده چې د نوموړي په راتګ سره به د زابل امنیتي وضعیت نور هم پیاوړی شي. د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو، د زابل والي ملا شیر محمد شریف او پخواني امنیه قوماندان الحاج قاري صلاح الدین ایوبي د نوي قوماندان د ملاتړ، همکاریو او ولس ته د خدمت پر اهمیت ټینګار وکړ. په پای کې د کورنیو چارو وزارت استازي د معرفت مکتوب ولوست او غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.