د کورنیو چارو وزارت ټول نظامي منسوبين مکلف دي چې، د دندې پر مهال له يونیفورم څخه استفاده وکړي.

له هغه ځایه چې، د کورنیو چارو وزرات اساسي دندې، د امنیت نیول، د قانون ټینګښت او له جرمونو سره مبارزه ده، نو په دې اساس د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ جلسې د فیصلې او د کورنیو چارو محترم وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني صاحب د منظورۍ پر اساس ټول نظامي مسوولین او منسوبین مکلف دي چې د دندې د اجرا پر مهال د امیر المومنین شیخ صاحب حفظه الله له لوري د منظور شوي یونیفورم څخه ګټه واخلي.
دا کار به د پولیسو په پیژندګلوي کې د ولس لپاره سهولت را منځ ته کړي.