په ننګرهار کې دوه تنه د نغدو پیسو د غلا په تړاو نیول شوي دي

د ننګرهار ولایت امنیتي ځواکونو د جلال اباد ښار اړوند د اومې امنیتي حوزې په درونټي سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په مهال دوه تنه د ۱۲۰۵۰ یورو، ۱۰۰۰ډالرو او ۱۹۰۰۰ زره افغانیو د غلا په تړاو،چې له یو کور څخه یې غلا کړې وي لاس په لاس نیولي دي.
نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی.
یاد نیول شوي کسان به له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.