ننګرهار کې د نشهیي توکو قاچاق او پلور په تړاو ۸۱ تنه نیول شوي دي

د ننګرهار ولایت امنیې قوماندانۍ نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو په تېرو دوو میاشتو کې ۸۱ کسان د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.له نیول شویو کسانو څخه ۷ عرادې وسایط، ۴۹۱ کیلوګرامه بېلابېل نشهیي توکي، چې هیروئین، چرس، تریاک، کیمیاوي مواد او نشهیي ټابلیتونه پکې دي، هم ترلاسه شوي دي.
یاد کسان له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي.