اتو ولایتونو کې پولیسو ۱۱ تنه نیولي او وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي

moi-af
Tue, Jun 03 2025 8:56 AM
سیشسب

جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هرات، جوزجان او بلخ ولایتونو کې د غلاوو، قاچاق شرابو پلور او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۱۱ تنه نیولي او له لومړنیوڅېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

له منځه یې، پنځه تنه د غلا په تړاو په هرات، څلور تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په جوزجان او دوه تنه د وسپنې د قاچاق او شرابو پلور په تړاو د هلمند ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

په ورته وخت کې، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په بادغیس، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې یوه اندازه وسلې او مهمات موندلي او ضبط کړي دي.