پکتیکا کې له یو سوداګر غلا شوې میلونونه نغدې پیسې ترلاسه او په تړاو یې د غلو یوه ډله ونیول شوه

moi-af
Tue, Jun 03 2025 8:56 AM
شسیبشسیبش

د پکتیکا امنیې قومندانۍ منسوبینو د یو پلټونکي عملیات پایله کې د مرکز ښرنې په مربوطاتو کې د غلو درې کسېزه ډله نیولې چې څه موده وړاندې یې د یو سوداګر له کور یو سلو او ۱۳ زره امریکايي ډالر او ۹ میلونه کالدارې غلا کړې وې.

پولیسو یاد شمېر پیسې له غلو بېرته ترلاسه کړي او سوداکر ته یې سپارلي دي.

کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې نیول شوو کسانو ته به د نافذه شریعي قوانینو په رڼا کې سزا ورکړل شي.