په لسو ولایتونو کې ۱۶ تنه د نشه‌یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول شول

moi-af
Mon, Jun 02 2025 8:56 AM
یبلسیبل

نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په مهال په کابل، خوست، هرات، نیمروز، فراه، ننګرهار، کندوز، پکتیا، فاریاب او دایکندي ولایتونو کې د نشه‌یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ۱۶ تنه نیولي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

له نیول شوو کسانو ۲۹ کیلو ګرامه تریاک، ۵ کیلو ګرامه چرس او یوه اندازه شیشه هم د پولیسو له لورې ضبط شوې ده.