کابل کې لسګونه روږدي له بستر وروسته کورونو ته رخصت شول

د کورنیو چارو وزارت نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو ۸۲ تنه چې په ډول ډول نشو روږدي وو او پخوا یې د کابل ښار له مختلفو برخو څخه راټول کړي وو له څو میاشتني بستر او درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل.
یاد کسان له اسلامي امارت خوښ دي او ژمنه کوي چې له دې وروسته به د روغو وګړو په څېر خپل ژوند وکړي.