په پنجشیر ولایت کې د ۹ ودانیزو پروژو کار پیل شو

دغه پروژې شاملې دي: د آبشار ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ودانۍ، د پنځو امنیتي پوستو ودانۍ، د حصه اول، رخه او دره ولسوالیو لپاره د جوماتونو جوړول، د مرکزي امنیې قوماندانۍ لپاره د پنځه پوړیزه ودانۍ، د پنجشیر مستوفیت او د دې ولایت د لوړو زدهکړو مؤسسې لپاره د لیلې او جومات جوړول.
د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو معین الحاج مولوي عبدالله مختار په خپلو خبرو کې په پنجشیر ولایت باندې د ځانګړې پاملرنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې ولایت د مسؤلینو د ودانیزو اړتیاو غوښتنو ته به رسیدګي وشي.
همدارنګه، د پنجشیر والي الحاج حافظ محمد آغا حکیم د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو له معین څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د پنجشیر محلي اداره د ادارو په کچه پراخ اصلاحات پلي کړي، چې د لومړي ځل لپاره د ولسوالیو ادارې د لمریزې برېښنا، ټکنالوژۍ او اړینو تجهیزاتو په وسیله سمبالې شوي دي او د نوو ودانیزو پروژو په پلي کولو سره به ډېرې موجوده ستونزې حل شي.