امنیتي ځواکونو په اوو ولایتونو کې ۱۱ تنه نیولي

moi-af
Mon, May 19 2025 2:28 PM
شسیبشس

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلا، ناقانونه وسلو ګرځولو، قاچاق او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۱۱ تنه نیولي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

له منځه یې، درې تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په پکتیکا، دوه تنه د قاچاق په تړاو په نیمروز، یو غیرمسؤل وسله وال په فاریاب او څلور تنه د غلا په تړاو کندهار، بلخ، لوګر او خوست کې نیول شوي دي.