۷ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۸ تنه نیولي او یوه اندازه نظامي تجهیزات موندلي دي

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هرات، بلخ، فراه، نیمروز او غزني ولایتونو کې ۲۸ تنه د غلا، قاچاق او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو نیولي چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، اوه تنه د غلا په تړاو په هرات، درې په بلخ او درې تنه په فراه، درې تنه د انساني قاچاق په تړاو په نیمروزو او درې تنه په جعلي کارت د وسلو ګرځولو په تړاو د غزني ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
ورته مهال، د ترورېزم ضد پولیسو ۹ د هاوان مرمۍ په کندهار، یو کلاشینکوف په بلخ او یو میل کلاشینکوف د پکتیکا ولایت په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړی دی.