۷ ولایتونو کې؛ پولیسو ۹ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول

moi-af
Mon, Apr 28 2025 10:37 AM
asdfasdf

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په کندز، غزني، نیمروز، بلخ، بامیان، غور او دایکندي ولایتونو کې د جلا عملیاتو په مهال ۹ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي او له خپلو دوسیو سره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

یادو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پولیسو ته خپل جرمونه منلي او پولیسو ترې ۶ کیلو ګرامه تریاک او نشه یي ګولۍ هم ترلاسه کړي دي.