په غزني او ننګرهار کې؛ ۸۹ تنه په نشه روږدي کسان راټول او ۴۱ تنه نور بیا له درملنې وروسته رخصت شول

د ننګرهار امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د څو بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې، د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې ۸۹ تنه په نشه روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه یې د کابل امید کمپ ته را انتقال کړل.
دغه راز، د غزني ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۴۱ تنه په نشه روږدي کسان چې په یاد ولایت کې راټول شوي وو، له درملنې وروسته بیرته خپلو کورنیو ته وسپارل.