۱۲۰ روږدي له درملنې او حرفوي زده کړو ترلاسه کولو وروسته کورنیو ته وسپارل شول

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۱۲۰ تنه چې په بېلابېلو نشو روږدي وو او پخوا له مرکز او ولایتونو څخه راټول شوي وو، د کورنیو چارو وزارت د روږدو د درملنې او لاسنیوي په مرکز(اغوش) کې له څو میاشتني بستر وروسته نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د یوې ځانګړې کمېټې له لورې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.