د تامیناتي چارو معین مولوي عبدالله مختار شمال زون ته د سفر په لړ کې تخار ولایت ته ورسېد

moi-af
Tue, Apr 15 2025 10:27 AM
sdfasf

د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معین الحاج مولوي عبدالله مختار شمال زون ته د رسمي سفر په لړ کې له پروان، بغلان او کندز وروسته تخار ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي مختار د تخار ولایت امنیه قومندانۍ د تعمیراتي او لوژستیکي برخو څخه لیدنه وکړه او د تخار له والي الحاج مولوي سمیع الله حزب الله او امنیه قومندان الحاج مولوي عبدالعلي ملا اغا سره یې وکتل.

 امنیه قومندان د یاد ولایت د تامیناتي ستونزو د شریکلو ترڅنګ د تامیناتي چارو معین له راتګ څخه مننه وکړه او د مشرتابه راتګ یې د چارو د ښه والي لپاره غوره ګام یاد کړ.

  په پای کې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معین د ځایي مسؤلینو له هڅو مننه وکړه او د یادې قومندانۍ د موجودو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.