په اوو ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۸ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ونیول

moi-af
Thu, Apr 10 2025 11:09 AM
zxcvzxcv

امنیتي ځواکونو د هېواد په اوو ولایتونو کې له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلا، وژنې، انساني قاچاق او قمار په تړاو ۲۸ شکمن کسان نیولي چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
 د نیول شوو کسانو له منځه، ۱۳ تنه په کندز، پنځه تنه په هرات، څلور تنه په نیمروز، دوه تنه په بلخ، دوه تنه په تخار او دوه تنه د بامیان او ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.