په خوست کې ۲۲۲ بېوزلو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې

د خوست امنیه قوماندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو له خوا ۲۲۲ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاد کسان له مخکې د یوې ځانګړې کمیټې له لوري مستحق پېژندل شوي وو. دا مرستې د امیرالمؤمنین حفظهالله د ځانګړي فرمان له مخې وېشل کېږي، چې تر دې وړاندې هم لسګونه مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي برابر شوي دي.