۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۰ تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول

moi-af
Sat, Mar 22 2025 9:52 AM
asdfadsf

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې په خوست، بلخ، پروان، نیمروز، فراه، پنجشیر او کندز ولایتونو کې ۲۰ تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

له نیول شوو کسانو ۱۵ کیلو ګرامه تریاک، ۱۴ کیلو ګرامه چرس او یوه اندازه نشه یي ټابلیټونه ترلاسه شوي دي.