۹ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۲ تنه د جنایي جرمونو د ترسراوي په تړاو ونیول

moi-af
Tue, Mar 18 2025 11:20 AM
sdgsfdg

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په نهو ولایتونو کې د غلاوو، وژنې، وهلو ټکولو، قمار او انساني قاچاق په تړاو ۲۲ شکمن کسان نیولي چې عدلي او قضایي ارګانونو ته به وسپارل شي.

له منځه یې، دوه تنه د وژنې په تړاو په کندز، درې تنه له دوه میله وسلې سره د غلا په تړاو په پروان، څلور تنه په فراه، درې تنه په غزني، یو تن په بادغیس او یو تن په هرات کې نیول شوی دی.

همداراز، پولیسو درې تنه د انساني قاچاق او یو تن د غلا په تړاو په نیمروز، دوه تنه د قمار په تړاو په جوزجان او دوه تنه د وهلو ډبولو په تړاو د نورستان ولایت په مربوطاتو کې نیولي دي.