تخار، بغلان او پکتیا کې د پلټونکو عملیاتو په مهال وسلې او مهمات ونیول شول

moi-af
Sun, Mar 09 2025 9:31 AM
asdfasd

د تخار ولايت دامنيې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د تخار ولايت په مرکز او ولسواليو کې د پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې اته ميله ډول ډول کلاشينکوفونه، شپږ ميله تومانچې، يو ميل پيکا، يو ميل کره بين، یو میل امریکایي پیکا، ۲۰۰ د کلاشينکوف مرمۍ، اوه د راکټ مرمۍ، د پرسونل ضد ماین، ۴ لاسي بمونه او پنځه د کلاشينکوف شاجورونه ترلاسه کړي دي.

دغه راز، پولیسو ۶۰ دانې د ډیسي توپ مرمۍ په بغلان او یو میل وسله او یوه اندازه مهمات په پکتیا ولایت کې کشف او ضبط کړي دي.
د یادولو ده چې، یادې وسلې او مهمات به د یوې پروسې له لارې د ډایاک مدیریت ته وسپارل شي.