د اورزګان امنیه قومندانۍ د پولیسو د زبیر بن عوام(رض) له روزنیز ټولي څخه لسګونه منسوبین له مسلکي او عقیدوي زده کړو له بشپړولو وروسته د یوې غونډې او نظامي نندارو په ترڅ کې فارغ شول.

په مراسمو کې مسؤلینو د پولیسو پر مسلکيتوب ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چي په ټولنه کي روزل شوي پولیس د ټولنې د امنیت د ټينګښت په برخه کې ګټور تمامېږي.
په پام کې ده چې یاد منسوبین به د اورزګان ولایت امنیه قومندانۍ د پولیسو په لیکو کې په دندو بوخت شي.