د کندز امنیه قومندانۍ منسوبین د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د ګرځنده ګزمو او ثابت چک پاینټونو له لارې خپلو ولسونو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي.

د کندز ولایت امنیه قوماندان پاسوال مولوي مطیع الله سیف الله په لارښوونه د یاد ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو، کنډکونو، ټولیو او د کندز ښار د امنیتي حوزو اړونده سیمو کې ولسونو ته د ښه خدمت او د امنیت د ټینګښت په موخه ګرځنده ګزمې، ثابت چک پاینټونه او تالاشۍ په لاره اچول شوي دي.
ښاغلی سیف الله د کندز له خلکو غواړي چې د شکمنو کسانو په لیدلو او امنیتي پېښو په مهال دې له اړونده سیمې له مسؤول او د پولیسو له ۱۱۹ شمېرې سره په اړیکه شي ترڅو پر ټاکلي وخت یې ستونزه حل او مجرمین د قانون منګلو ته وسپارل شي.