تخار کې پولیسو لسګونه کیلو ګرامه نشه یي توکي ونیول

د تخار ولایت نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د یو پلټونکي عملیات پایله کې د مرکز تالقان ښار د خطایان سېمې په مربوطاتو کې ۶ زره او ۲۹۹ کیلو ګرامه تریاک چې د ګازو په یو ټانکر کې په مهارت ځای په ځای شوي وو، نیولي دي.
په دې تړاو دوه تنه نیول شوي دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.