په ۵ ولایتونو کې؛ ۱۷ تنه د جنايي جرمونو د ترسره کولو په تړاو نېول شوي دي

امنیتي ځواکونو د هیواد په څلورو ولایتونو کې ۱۷ تنه د غلا، د دوکې او نورو جنايي جرمونو په تړاو نېولي دي.
له ډلې يې، ۱۱ تنه د مختلفو جنايي جرمونو په تور په نیمروز، دوه حرفه يي غله په خوست، دوه تنه په هرات او یو تن د موټر د غلا کولو په تړاو په بغلان او یو بل تن د دوکې ورکولو په تړاو د ننګرهار ولایت په اړوند سیمه کې نېول شوی دی.