امنیتي ځواکونو؛ ۲۶ تنه نیولي او څلور میله وسله کشف او ضبط کړې 

moi-af
Sat, Mar 01 2025 11:05 AM
ASDsad

پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هرات، بلخ، غزني، بامیان او نیمروز ولایتونو کې د غلاوو، زور واکۍ او انساني قاچاق په تړاو ۲۶ شکمن کسان نیولي چې د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

له منځه یې، درې تنه د زور واکۍ او باج اخېستلو په تړاو په هرات، درې ماهر غله په بلخ، پنځه تنه په غزني، یو تن په بامیان او اته تنه نور د انساني قاچاق په تړاو د نیمروز ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

له بل لوري، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو درې میله کلاشینکوفونه په پکتیا، یو میل په سمنګان، یو میل په نیمروز او دوه د هاوان مرمۍ د دایکندي ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.