۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۳۱ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ونیول

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د غلاوو، عامه نظم ګډوډولو، اخلاقي فساد، اسنادو جعل او انساني قاچاق په تړاو ۳۱ شکمن کسان نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له ډلې یې، ۱۳ تنه د غلاوو، اسنادو جعل او انساني قاچاق په تړاو په نیمروز، شپږ تنه د عامه نظم ګډوډولو په تړاو په کندز، څلور حرفوي غله په ننګرهار، درې تنه په غزني، درې تنه په هرات او دوه تنه نور د اخلاقي فساد په تړاو د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.