نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار په مشرۍ پلاوی ايران هېواد ته په سفر روان شو

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار په مشرۍ یو پلاوی د ایران اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه نن دوشنبه له غرمې وړاندې له پلازمینې کابل څخه د یاد هېواد په لور په سفر روان شو.
ټاکل شوې ده په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د نشه يي توکو په ځانګړې توګه د نشه یي توکو د تشخیص او د نشه یي توکو د مخنیوي پر ګډې مبارزې او همکاريو پراختيا خبرې اترې وشي.