۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۶ تنه نیولي او وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي

moi-af
Sat, Feb 22 2025 11:22 AM
safdsaf

د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په اوو ولایتونو کې د غلاوو، بډو اخېستلو، وهلو ډبولو او جوارګرۍ په تړاو ۱۶ شکمن کسان نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، پنځه تنه د یو زنداني د خوشي کولو په بدل کې د بډو اخیستو په تړاو په پروان، اته تنه د قمار په تړاو په سرپل، دوه تنه د دوکې او غلا په تړاو په پکتیا او دوه تنه د فاریاب ولایت په مربوطاتو کې د وهلو ټکولو په تړاو نیول شوي دي.

په ورته مهال، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې پولیسو دوه ميله کلاشینکوفونه په پکتیا، دوه میله وسله او مهمات په بلخ او نږدې زر مرمۍ او ۱۰ شاجورونه د بغلان ولایت په مربوطاتو کې موندلې او ضبط کړي دي.