۳ ولایتونو کې؛ پولیسو ۹ تنه له لسګونه کیلو ګرامه نشه یي  توکو سره نیولي

moi-af
Sat, Feb 08 2025 1:52 PM
lgkj

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې یو تن له ۲۷ کیلو ګرامه تریاکو سره په نیمروز او یو تن له ۹ کیلو ګرامه چرسو سره د پکتیا ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
همداراز، د هرات امنیه قوماندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو پایله کې ۷ تنه له ۳ کیلو ګرامه تریاکو، ۶۰ لېټره تېزابو او ۱۳۳ دانې نشه یي ګولیو سره نیولي دي.