د پولیس راډیو لپاره تخنیکر (د راډیو تجهیزاتو متخصص)

Publish Date
Closing Date
اداره: پولیس راډیو – د کورنیو چارو وزارت، د عامه اړیکو لوی ریاست
د دندې عنوان: تخنیکر (د راډیو تجهیزاتو متخصص)
د کار ځای: کابل او د اړتیا پر اساس نور ولایتونه
د دندې ډول: د اړتیا پر بنسټ قراردادي. وروسته له ارزونې رسمي کېږي.
د دندې لنډیز:
پولیس راډیو یو تجربه کار، مسلکي، او مهارت لرونکي تخنیکر ته اړتیا لري، ترڅو د راډیو تخنیکي وسایل نصب، تنظیم، ترمیم، او ساتنه یې وکړي. نوموړی به د راډیو سټوډیو، فریکونسي سیسټم، ټرانسمېټرونو او غږ ثبتولو وسایلو سمون او د نصب چارې، تنظیم، ترمیم، او ساتني ترڅنګ د راډیو نشراتو کیفیت څخه دوامداره څارنه کوي.
د دندې مسؤلیتونه:
1. د راډیو سټوډیو، مایکروفونونو، میکسرونو، ټرانسمېټرونو، او انتنونو نصب، تنظیم، او ترمیم.
2. د تخنیکي ستونزو پیژندنه د خرابو شویو وسایلو جوړونه.
3. د راډیويي خپرونو تخنیکي کیفیت څخه دوامداره څارنه.
4. د نوو تخنیکي وسایلو انسټالېشن او د موجوده سیسټمونو تنظیم.
5. د ثبت خپرونو نشر او دومداره څارنه.
د ګمارنې شرایط:
1. لږ تر لږه دوه کلنه تجربه د راډیو تخنیکي وسایلو نصب، ترمیم، او ساتنې په برخه کې.
2. د بریښنایي انجینرۍ، مخابراتو، یا تخنیکي علومو په برخه کې زده کړې (که رسمي سند نه وي، تجربه مهمه ده).
3. د راډیو نشراتو، ټرانسمېټرونو، او مخابراتي تجهیزاتو تخنیکي پوهه.
4. د مایکروفونونو، میکسرونو، امپلیفیرو، راډیويي فریکونسي، او نشراتي سیسټمونو کې تجربه.
5. د اړوند آډیو سافټویرونو سره بلدیت یو امتیاز دی.
6. د ستونزو چټک حل موندل، او ټیم سره د همکارۍ وړتیا.
د غوښتنلیک سپارلو لار:
په شرایطو برابر کسان کولی شي خپلې(CV) د دغه moipoliceradio@gmail.com برېښنالیک له لارې را واستوي.
یوازې هغه غوښتونکي چې د شرایطو وړ وبلل شي د لومړنۍ ازموینې لپاره شارټ لېست کېږي. له ازموینې وروسته ټاکل شوي کسان مرکې (انټرویو) ته بلل کېږي. د مرکې له بریالي کېدو وروسته یوه لنډه موده د عملي کار ارزونه کېږي. که نوماند ټولې قانوني پروسې په بریالیتوب بشپړې کړي نو د دندې موقعیت ورته مشخص او رسمي دنده ورسپارل کېږي.
د غوراوي بهیر د بشپړېدو لپاره به له اړوندو کسانو سره اړیکه نیول کېږي. د غوښتنلیک له استولو وروسته له مکرر تماس نیولو ډډه وکړئ.
یادونه :د برېښنالیک موضوع (Subject) کې باید " راډیو لپاره تخنیکر (د راډیو تجهیزاتو متخصص)" ذکر شي.
که کومه پوښتنه یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ د لاندې شمېرو له لارې اړیکه ونیسئ:
واتساپ / تلیفون:
0093777685947
0093778153719