۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۶۹ روږدي له بستر وروسته رخصت کړي او ۸۵ نور راټول کړي
د هرات امنیه قوماندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۶۹ تنه چې په ډول ډول نشو روږدي وو او پخوا یې د یاد ولایت له بېلابېلو برخو راټول کړي وو له بستر او درملنې وروسته د یوې کمېټې په وسیله خپلو کورنیو ته وسپارل.
بل لور ته، نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د څو جلا عملیاتو پایله کې ۴۳ روږدي په غزني، ۳۳ تنه په فراه، ۵ تنه په فاریاب او ۴ تنه په فاریاب ولایت کې د درملنې په موخه راټول کړي او روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.