امنیتي ځواکونو؛ په اوو ولایتونو کې ۴۱ تنه نیولي دي

moi-af
Sat, Jan 25 2025 9:54 AM
ذزطرذزظطرزظ

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په اوو ولایتونو کې د غلا، وژنې، قاچاق، نامشروع اړیکو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۴۱ شکمن کسان نیولي دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي. له ډلې یې، ۱۲ تنه د انساني قاچاق په تړاو په نیمروز، اووه د جنایي جرمونو مجرمین په نورستان، درې تنه د وژنې او نښتې په تړاو په کنړ او اووه تنه د نامشروع اړیکو په تړاو د کندز ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي. په ورته مهال، پولیسو د بېلابېلو غلاوو په تړاو اته تنه په هرات، درې تنه په بامیان او یو تن په غزني کې نیولی دی.