په ۵ ولایتونو کې؛ ۱۳ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نېول شوي دي

moi-af
Wed, Jan 08 2025 10:14 AM
asdfasd

د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د هیواد په پنځو ولایتونو کې ۱۳ تنه د غلا، وژنې، ناروا اړیکو او د غیرقانوني سلاح د لېږد په تړاو نېول شوي دي.
له ډلې یې، څلور تنه د غلا په تړاو په هرات، درې تنه په ننګرهار، دوه تنه په بلخ، دوه تنه د ناروا اړیکو او د غلا په تړاو په نیمروز، یو تن د وژنې په تړاو په بدخشان او یو بل تن د غیر قانوني سلاح د لېږد په تړاو د لغمان ولایت اړوند ساحه کې نېول شوی..