بغلان کې؛ ۵۵ روږدي له بستر او درملنې وروسته کورونو ته رخصت شول
د بغلان امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۵۵ تنه چې پخوا روږدي وو او پولیسو د یاد ولایت له بېلابېلو برخو څخه یې راټول کړي وو له بستر او درملنې وروسته د ټاکل شوې کمېټې په وسیله خپلو کورنیو ته وسپارل.